Home+نبي یوځل بیا پي اېس اېل کې ۶۷ منډې جوړې کړې

نبي یوځل بیا پي اېس اېل کې ۶۷ منډې جوړې کړې

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۱۳) د پاکستان غوره لیګ په دیارلسمه لوبه کې کراچۍ کېنګز لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پيل پېښور زلمي لوبډلې وکړ او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې د روي بوپارا د ۵۸ او د شیرفان د ۴۶ منډو په مټ مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.

مقابل کې کراچۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په زیان پوره او لوبه یې د ۶ وېکټو په شتون کې وګټله.

د کراچۍ لپاره افغان لوبغاړي محمد نبي او پاکستاني بابر عظم بهترینه ملګرتیا وکړه.

نبي د څلور شپږیزو او اته څلوریزو پر مټ ۶۷ او بابر اعظم د دریو شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ  ۷۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې محمد نبي له دې وړاندې لوبه کې هم خپلې لوبډلې لپاره ۵۷ منډې جوړې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...