Homeخبرونههرات کې د یوه زورواکي او امنیتي سرتېرو تر منځ نښته کې...

هرات کې د یوه زورواکي او امنیتي سرتېرو تر منځ نښته کې ۱۶ کسان ټپیان شوي

‏تاند (چهارشنبه د حوت ۱۳) چارواکي وايي، هرات ښار کې د افغان ځواکونو او د نامسؤله وسله وال حبیب غوریاني کسانو ترمنځ د نښتې له امله ۱۶ تنه ټپیان شوي.

د راپورونو له مخې، پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د حبیب غوریاني د نیولو په موخه په سیمه کې عملیات پیل کړل.

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې تر اوسه د پېښې له ځایه ورته ۱۶ تنه چې درې یې امنیتي سرتیري، دوه ماشومان او ١١ عام وګړي دي په ټپي حالت کې وروړل شوي.

له بلې خوا، د سيمې اوسېدونکو ویلي چې ١٧ نور ټپیان بيا خصوصي روغتونونو ته لېږدول شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...