Homeخبرونهافغانستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ستره ماتې وخوړه

افغانستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ستره ماتې وخوړه

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۱۳) د افغانستان په کوربتوب د دوه ټېسټ او درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان ستره ماتې وخوړه.

دا لوبه چې د مارچ په دوهمه نېټه پيل شوه په کې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې جوړې کړې  چې په کې افسر ځاځي ۳۷ او ابراهیم ځدراڼ ۳۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د زمبابوې لپاره بیا چټکو توپ اچوونکو مزرباني څلور او نیچي درې لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې زمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې د لوبډلمشر ویلیمس د سلیزې او د چکبوا د ۴۴ منډو پر مټ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره د اوږده ځنډ ورورسته لوبډلې ته راستون شوي حمزه هوتک شپږ او ظاهر خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې یوځل بیا د تېر په څېر خپل لوبغاړي په پرلپسې توګه له لاسه ورکړل او د ابراهیم ځدراڼ د ۷۶ منډو پر مټ يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې جوړې کړې او زمبابوی ته يې د ۱۶ منډو کوچنی هدف ورکړ.

د زمبابوی لپاره نيچي او تریپانو درې درې خو مزرباني بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

زمبابوی د ۱۶ منډو هدف په ډېرې اسانۍ سره پوره او په دوهمه ورځ يې لوبه په لسو وېکټو په خپل نوم کړه.

دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټېسټ لوبه د همدې مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه په همدې ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...