یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+اسټراليا له دوو ماتو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه

اسټراليا له دوو ماتو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۱۳) د اسټرالیا او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د پنځو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په ۳مه لوبه کې اسټرالیا نیوزیلینډ ته د ۶۴منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

اسټرالیا لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۸ منډو هدف ورکړ.

آسټراليا لپاره ارون پینچ ۶۹ او مکسویل ۷۰ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره په توپ اچونه کې ساوتې، ټرینټ بولټ یو یو او ایش سوډي بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

نیوزیلینډ لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په اتلسو اورونو کې یوازې ۱۴۴ منډې  جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې میرډیټ دوه او اشټون اګر بیا شپږ ویکټي ترلاسه کړې.

په روان سیریز کې دا لومړۍ لوبه ده چې اسټرالیا لوبډلې په خپل نوم کړه له دې وړاندې په دوو لومړیو سیالیو کې بیا نیوزیلینډ بریاوې تر لاسه کړې وې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوریزه سیالۍ د مارچ په پنځمه او وروستۍ هغه يې بیا د مارچ میاشتې په اوومه نېټه ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب