یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه شلغمو کې د نشه يي توکو لېږدوونکی نیول شوی

په شلغمو کې د نشه يي توکو لېږدوونکی نیول شوی

تاند ( چهارشنبه، د کب ۱۳)  د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، د څرخي پله زندان منسوبینو له یو نفر سره په شلغمو کې لېږدوونکي نشه یې توکي نیولي دي.

له دغې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یو پایواز چې غوښتل یې د څرخي پله زندان ته نشه يي توکي ولېږدوي نیول شوی دی.

خبرپاڼه وایي، تورن کس یوه اندازه چرس په شلغمو کې ځای پر ځای کړي ول چې د څرخي پله په زندان کې یې یو بندي ته ورسوي خو د دغه زندان ساتونکو نیولی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نشه يي‌توکو د لېږد په تور د نیول شوي کس دوسیه د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته لېږل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال یوه جدي ستونزه ده او دغه اداره یې د مخنیوي لپاره د کلکو تدابیرو د نیولو خبره کوي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې یې په څلورو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور یو شمېر کسان نیولي دي.

له دغه معینیت څخه په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره ورځ د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال په هرات، بلخ، ننګرهار او کابل کې اته کسان له ډول ډول نشه يي توکو سره نیول شوي دي.

د ویلو ده چې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ښارونو کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی او خرڅلاو د معتادینو د زیاتوالي یو مهم لامل بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب