تاند (چهارشنبه د حوت ۱۳) د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره مني چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه له څو ورځې راهیسې د مسکو په هوايي ډګر کې درول شوې ده.
ددې ادارې ادارې مشر مختار وفايي زاده وايي، دغه الوتکه د فبروري له دوه ويشتمې راهيسې په مسکو کې درول شوې.
نوموړی وايي، د اريانا افغان هوايي شرکت درول شوې الوتکې د مسکو د هوايي ډګر په ګمرک کې حسابونه او اسناد نه دي تصفيه کړي او له همدې امله درول شوې ده.
د اریانا افغان هوايي شرکت بیا د الوتکې د درولو لامل ګمرکي ستونزې نه بولي، بلکې وايي چې ستونزه تخنيکي او په روسيې پورې اړه لري.
ددغه شرکت د معلوماتو له مخې، الوتکه یې د یوې فني ستونزې له امله چې پړه یې د روسیې په غاړه ده، درول شوې او نن ښايي افغانستان ته ستنه شي.
اریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان د هوايي چلند تر ټولو پخوانی شرکت دی.
تر دې وړاندې مالېزيا د پاکستان يوه الوتکه د پور د نه ورکولو له امله درولې وه.