تاند (سه شنبه د حوت ۱۲) د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وايي چې د انعکاس ټلويزيون پر ښځينه کارکوونکو د برید طراح او بريد کوونکی قاري بصير یې نیولی دی.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس د وسله والو طالبانو اړوند دی او زياتوي چې له دې کس سره يوه تومانچه او ريکشا هم نیول شوې ده.
خو طالبانو بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د امنیه قومندانۍ دې څرګندونو ته د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فعالانو غبرګونونه ښودلي او مسؤلین یې په خپلو چارو کې پاتې بللي.
د خواله رسنیو یوه فعال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، « دا عکسونه یې خپاره کړي چې هلۍ ومو نیوه? اول: له عکس څخه معلومېږي چې د ورځې له مخې اخیستل شوی، نه ماښام یا ماسختن. دوهم: تاسو لکه چې د دومره غټ مجرم لاسونه د هغه پر دستمال تړئ? افسوس ننګرهاره!? افسوس حکومتولۍ!? البته موږ به ړانده یو، کېدای شي داسې نه وي!?»
د زیارمل افغان په نوم یوه بل کس لیکلي، « نیول شوي قاتلین دې علني اعدام شي. قاتل چې اعتراف وکړ، نورو ثبوتونو ته اړتیا نشته.»
باید وویل شي چې نن مازدیګر په دوو جلا حملو کې، د انعکاس سیمه ییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په جلال اباد ښار کې په ډزو ووژل شوې.
سیمه ییز چارواکي وايي چې لومړۍ حمله نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د افغانستان ختیځ د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار زرګرانو سیمه کې وشوه چې په کې د دغه سیمه ییز ټلوېزیون دوه کارکوونکې ووژل شوې.
هممهاله، د دغه ټلوېزیون یوه بله کارکوونکې د قصبې په سیمه کې په نښه شوه.
اخوا بیا د ننګرها د سیمه ییز روغتون ویاند ظاهر عادل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی ته درې جسدونه او دوه تنه ښځې چې د جلال اباد ښار اوسېدونکې دي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه پېښه ولسمشر اشرف غني، د ملي روغې جوړې عالي شوار مشر عبدالله عبدالله، طالبانو، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، ناټو، یوناما او ګڼو نورو کورنیو او باندنیو بنسټونو غندلې او خواشیني یې پرې ښکاره کړې ده.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، « طالبان پر دغه راز بزدله بریدونو او د ویرې او ډار فضا په ایجادولو سره نشي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسېزو لاسته راوړنو څخه د دفاع رسا غږ ټپ کړي.»
باید وویل شي چې په تېره ډسمبر میاشت کې هم د انعکاس ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند د وسله والو په برید کې ووژل شوه. د هغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.