جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبرېښنا شرکت سږ کال د تولید او لېږد ۵۰ پروژې په پلان...

برېښنا شرکت سږ کال د تولید او لېږد ۵۰ پروژې په پلان کې لري

تاند ( سې شنبه، د کب ۱۲)  د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، سږ کال د تولید او لېږد ۵۰ پروژې په پلان کې لري او تمه لري چې یادې ټولې پروژې د همدې کال په لړ کې بشپړې کړي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، دې پروژو کې تر ټولو مهمه هغه یې کابل ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزو لېږدول دي.

د دغه شرکت مسوولین زیاتوي چې سږ کال د پروژو تمویل برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي او د یادو پروژو د تمویل لپاره نړیوال تعهدات هم وجود نه لري.

د مسوولینو په وینا، کابل ته د ترکمنستان برېښنا مزو، له غزني څخه تر کندهاره د برښنا مزو لېږد او د بامیان د دوشي برښنا پروژو تکمیلول هغه مهمې پروژې دي چې باید سږ کال یې کارونه پای ته ورسېږي.

دوی وایي چې پر دې او شاوخوا ۵۰ نورو لویو او وړو پروژو باندې تر یو میلیارد ډېر لګښت راځي خو د بشپړولو لپاره یې دوی د مالي امکاناتو له نشتوالي سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب