پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeداسې هم شتهپه غاښونو د وسپنیزو قوطیو د خلاصولو ریکارډ

په غاښونو د وسپنیزو قوطیو د خلاصولو ریکارډ

تاند ( سې شنبه، د کب ۱۲)  راپورونه وایي، په کاناډا کې یو ځوان د غاښونو په وسیله د ډېرو وسپنیزو قوطیو د خلاصولو نوی رکاډ جوړ کړی دی.

په داسې حال کې چې د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم سره د ریکارډ ثبتولو لپاره خلک مختلفې قوې په کار اچوي او په دې توګه هڅه کوي چې د نغدي جایزو تر څنګ یې نوم په دغه ریکارډ ثبتونکې کتاب کې ثبت شي.

راپورونه وایي، یو کاناډايي دوه دیرش(۳۲) کلن وګړي په یوه (۱) دقیقه کې په غاښونو سره د اوسپنې د قوطیو د ترټولو زیاتو قوطیو په خلاصولو سره نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه کاناډایي سړي په یوه دقیقه کې ۲۴ قوطۍ خلاصې کړي او د زیاتو قوطیو خلاصولو ریکارډ یې په خپل نوم کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ریان سټاک په نامه یوه شخص د ډیرو قوطیو خلاصولو ریکارډ ثبت کړی و چې په یوه دقیقه کې یې ۱۱ قوطۍ خلاصې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب