شنبه, جولای 27, 2024
Home+د صحیح مسلم د پښتو ژباړې په اړه| زبیر افغان

د صحیح مسلم د پښتو ژباړې په اړه| زبیر افغان

صحیح مسلم د حدیثي زیرمې دویم تر ټولو معتبر کتاب دی چې د ځینو علماؤ په اند یو څو ټکي پکې تر صحیح البخاري هم ډېر مهم دي. له دې جملې یو ډېر مهم ټکی له یوې موضوع سره تړلي ګڼ احادیث پر یوه ځای راوړل دي چې دا کار امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې نه دی کړی، بل مهم ټکی د ګڼو سندونو ذکر دی چې امام مسلم يې د یوه حدیث تر متن مخکې یا وروسته کوي او امام بخاري رحمه الله که څه هم دا کار کړی دی، اما هغه په بیلابیلو ځایونو کې کړی دی نه پر یوه ځای. درېيم ټکی د امام مسلم رحمه الله مقدمه ده چې د حدیثو له فن سره تړلي مهم ټکي يې واضح کړي دي او دغه کار امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې د یوې مقدمې په شکل نه دی کړی، او داسې نور هم.

راځم د صحیح مسلم پښتو ژباړې ته؛ دغه ژباړه له یوې داسې نسخې شوې ده چې د صحیح مسلم په اړه ډېره معتبره او د علماؤ ترمنځ ډېره لاس پر لاس کیدونکې ده، د هغو حدیثونو په اړه چې د بخاري او مسلم ترمنځ مشترک دي، د بخاري د حدیث نمبر هم د عربي متن په اخر کې لیکل شوي دي چې په صحیح البخاري کې د حدیث پيدا کولو لپاره به لوستونکو ته اساني جوړه کړي.

عربي متن يې زور او زیر لري، د صفحې په یوه برخه کې عربي متن او بله برخه يې پښتو ترجمې نیولې ده چې د یوه عربي توري ژباړه په اساني پښتو ترجمه کې پيدا کېدلای شي؛ ترجمه هم روانه شوې ده او هم هڅه شوې چې له عربي متن څخه زیات واټن وانه خلي. له اصل متن سره د حدیث سند هم ترجمه شوی دی چې د محصلینو او د دیني مدرسو د طالب العلمانو لپاره يې په زړه پوري اساني رامنځته کړې ده. امام مسلم رحمه الله په مسلم شریف کې د (ح) توری په سند کې زیات راوړي چې له یوه سنده بل ته د اوښتلو معنا ور کوي، دغه کار د حدیث تر متن مخکې او وروسته دواړوه ځایونه کوي.

د حدیثو دوه ډوله نمبر په صحیح مسلم کې کار شوي دي، یو يې د لیکې په سر کې دی او دویم يې په دوو قوسونو کې نیول شوی دی چې لومړی نمبر د هر کتاب له سره پيلېږي او د هغه کتاب تر پایه وي، بیا چې کتاب الصلاة پيل شي بیا له سره نمبر ورسره نوی کېږي او دویم نمبر يې د ټولو احادیثو دی چې تکراري حدیث نه شمېري، یوازې هغو حدیثونو ته نمبر ور کوي چې تکراري نه وي، په دې توګه د صحیح مسلم په لومړي ټوک کې (۵۱۹) حدیثونه راغلي دي چې تکراري نه دي هر حدیث يې ځانګړی شمارل شوی دی.

د پښتو صحیح مسلم په سر کې د ژباړن سریزه، بیا د امام مسلم رحمه الله لنډه پېژندنه، ورپسې د امام مسلم رحمه الله مقدمه او بیا کتاب الایمان راغلی دی. د امام مسلم رحمه الله مقدمه ډېره ګرانه ده، نو ژباړې ته يې ځانګړی پام شوی دی، په مقدمه کې عربي متن نه شته یوازې پښتو متن يې راوړی دی چې ژباړه يې بشپړه روانه شوې ده.

د کتاب په اخر کې د مطالبو فهرست راغلی دی چې لومړی يې عربي الفاظو باندې کتاب یا باب راوړي او بیا يې پښتو ترجمه، په اخر کې د فهرست ور کولو لامل يې دادی چې په اصل عربي کتاب کې هم فهرست اخر ته وړل شوی دی او په دغه پښتو ژباړه کې زیاتره د اصل کتاب رعایت شوی دی.

پښتو صحیح مسلم په ۵۶۹ مخونو کې په ډېر اعلی صحافت چاپ شوی دی، کلکه پښتۍ، ښکلی ډیزاین او پر اعلی کاغذ چاپ يې له یادو ځانګړتیاو څخه ماسیوا نورې ځانګړتیاوې دي چې ښايي په پښتو کې چاپیدونکي کم کتابونه به دغه ټولې ځانګړتیاوې ولري.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب