پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+تدریسي کتابونه څه ډول باید ولیکل شي؟

تدریسي کتابونه څه ډول باید ولیکل شي؟

لیکوال: سراج احمد حبیبي 

د تدریسي کتابونو لیکل د نورو کتابونو له لیکلو سره توپیر لري، خو له بده مرغه چې زموږ ډېری لیکوال یې دې توپیر ته چندان پام نه کوي. 

تدریسي کتابونه باید تر هر څه وړاندې په علمي او اکاډمیکه ژبه ولیکل شي. د علمي او اکاډمیکې ژبې په جملو کې د مبتدا او خبر تر منځ فاصله ډېره نه وي، ځکه دا ډول فاصله زده کوونکو ته ستړې کوونکې وي او مفهوم یې په اسانۍ سره د هغوی په ذهن کې نه کښېني. 

د دې ډول ژبې بله ځانګړنه دا ده چې تر نهایي حده پورې کوښښ په کې کېږي چې د ویلو ژبې ته نیږدې ولیکل شي، د ویلو ژبه کې د هغې ژبې خپل سوچه لغتونه هم کارول کېږي او مستعار هغوی هم. یعنې د علمي او اکاډمیکې ژبې لیکوال باید نه د خپلې ژبې سوچه لغتونو ته ډېر افراطي تمایل ولري او نه مستعارو هغوی ته. هر لغت چې په هر ځای کې د ده فکر او مفهوم ښه ولېږدولای شي، دی یې باید په خپله لیکنه کې وکاروي.

د ویلو ژبه کې ځای ځای مجازي ژبه هم کارول کېږي، د تدریسي کتابونو لیکوال باید د خپل توان تر حده کوښښ وکړي چې په خپله لیکنه کې ډېره مجازي ژبه ونه کاروي، ځکه د مجازي ژبې خاصیت دا وي چې تر ډېره بریده پر یوه سیمه، لهجه یا قوم پورې محدوده وي.

بل د مجازي ژبې د کار ځای د تخلیقي او هنري ادبیاتو ساحه ده، په دې ډول ادبیاتو کې موږ په خلاص مټ کولای شو چې له مجازي ژبې څخه کار واخلو، ځکه د تخلیقي ادبیاتو لپاره د مجازي ژبې استعمال د اثر هنري او ادبي ارزښت زیاتوي. 

له ژبې نه ور ها خوا د تدریسي کتابونو جوړښت هم باید له نورو کتابونو سره توپیر ولري، د هر تدریسي کتاب په اخر کې باید په کتاب کې د راغلو سختو لغتونو او اصطلاحاتو معنا او مفهوم لیکل شوی وي. که چېرته دا کار نه وي شوی، زده کوونکي ښايي د موضوع د زده کړې پر ځای د هغې د سختو لغتونو په معناوو موندلو پسې خپل وخت ضایع کړي.  

دغه راز د تدریسي کتابونو جوړښت باید داسې وي چې هر څپرکی یې په پای کې لنډیز او پوښتنې ولري، ځکه دا دواړه توکه د موضوع په تکرار او لا ښه درک کې له زده کوونکو سره ډېره مرسته کولای شي. په لنډیز کې زده کوونکي ټولو هغو نقطو ته متوجه کېږي، چې په اصلي موضوع کې نه وو ورته متوجه شوي او پوښتنې بیا زده کوونکي دې ته متوجه کوي چې د دې موضوع د زده کړې غوښتنې له موږ څخه کومې دي او کوم کوم ځایونه باید پکې زده کړو. 

د تدریسي کتابونو په لیکلو کې یوه بل شي ته چې باید لیکوال ډېره پاملرنه وکړي، هغه دا دي چې راغلي نومونه پکې باید په لمنلیکونو یا د کتاب په پای کې له پوره توضیحاتو او تشریحاتو سره ولیکل شي، تر څو په دې توګه لوستونکی په اثر کې د راغلو نومونو په پلټنه پسې نورو کتابونو او ماخذونو ته مراجعې کولو ته مجبوره نه شي، ځکه په دې کار سره دوی خپل قیمتي وخت په نورو کتابونو کې تېروي او خپله آره موضوع ترې پاتې کېږي.

د دې تر څنګ د هر تدریسي اثر د هرې موضوع په اړه باید مخالف او موافق نظرونه ټول راوړل شي، تر څو په دې توګه د انصاف او عدالت تله خپله لوستونکي په خپلو لاسونو کې واخلي، ځکه که چېرې داسې ونه شي، ممکن هغه نظر چې د اثر لیکوال هم ورسره موافق وي، د لوستونکي د نظر سره مخالف وي، که چېرې داسې وشي، نو لوستونکي بیا له یوې موضوع څخه هم پر ټول اثر د رد مهر لګوي او په دې ډول سره یې بیا د هغه ټول اثر پر لوستلو زړه نه پرېوځي او له بلې خوا یوه عربي مقوله ده چې « تعرف الاشیاء باضدادها» یعنې تعریف د هر شي د هغه له ضد نه کېږي. څوک چې د یوې موضوع په اړه د موافقو نظرونو ترڅنګ مخالف نظرونه ونه پېژني، هغه موضوع په ښه توګه نه شي درک کولای. 

د ماخذونو په برخه کې هم تدریسي اثر له نورو اثارو سره توپیر لري؛ هر تدریسي اثر باید دواړه ډوله ماخذونه ولري، هم اصلي ماخذونه او هم مرستندوی (ممد درسي) ماخذونه. ځکه دغه دواړه ډوله ماخذونه د موضوع په اړه د لا زیاتو معلوماتو په برخه کې له زده کوونکو سره مرسته کوي. په هغه تدریسي اثر کې چې مرستندوی (ممد درسي) ماخذونه نه وي لیکل شوي، زده کوونکي یې د موضوعاتو د  زده کړې په وخت کې په نورو معلوماتو پسې ځانونه نه ستړې کوي. هغوی ښايي داسې فکر وکړي چې د دې موضوع په اړه یوازې همدا په کتاب کې راغلي معلومات کافي دي. 

د پایلې په برخه کې هم هر تدریسي اثر باید بشپړه او هر اړخیزه پایله ولري، د بشپړې او هر اړخیزې پایلې څخه موخه دا ده، چې پایله باید د اثر پر ټولو څپرکو او موضوعاتو را وڅرخېږي. داسې نه وي چې یوازې یې یو څپرکی په بر کې نیولی او نور څپرکي ترې پاتې شوي وي. 

له بلې خوا که چېرې هر تدریسي اثر ته یو پالیسي پلان جوړ شي او له کتاب سره ضمیمه شي، بده خبره به نه وي؛ ځکه په دې سره به هم د کتاب لوستونکی او زده کوونکی او هم د کتاب تدریس کوونکی او استاد له خپلو حدودو څخه پښه نه اړوي؛ زده کوونکی به یې هم پر دې پوهېږي چې د نن ورځې درس مو تر کومه ځایه ویل کېږي او استاد به یې هم پر دې پوهېږي چې نن ورځ باید دا کتاب تر کومه ځایه پورې تدریس شي.

2 COMMENTS

  1. حبيبي صیب،
    ډېره ښه موضوع مو ټاکلې او ښه مو تشریح کړې ده. د تدریس او هم د تدریسي موادو په اړه زموږ خلک لا ډېرو لیکنو ته اړتیا لري. متاسفانه تر اوسه هم زموږ دغه برخه خواره ده نو له دې امله ډېری خلک په ډېرو زړو میتودونو او هم کتابونو پسې روان دي. د پوهنې د یوه لاروي په ډول مې تاسې ته دا مشوره ده: نوره به هم ښه وای چې تاسې د پوهنې د وزارت اوسنی نصاب کتلی وای او له هغه څخه مو ځینې ژوندي مثالونه ورکړي وای چې دغه برخه سمه نه ده او دغه بله برخه یې په دې ډول سره نوره هم سمېدای شوای. ستاسې له وړاندیزونو سره زه موافق یم. زموږ په درسي کتابونو کې ډېر مشکلات شته او باید حل شي.

    هیله ده چې په بله لیکنه کې دغو ټکو ته هم اشاره وکړئ. بیا به یې په تاکید سره ووایم چې د پوهنې په برخه کې موږ زیاتو لیکنو او هم نویو تجربو ته اړتیا لرو. سرلوړي اوسئ.

    • زیارمل صاحب محترم ستاسو له نېک نظر او وړاندیز څخه ډېره ډېره مننه، ان شاءالله په راتلونکې کې به پوره غور پرې وشي. بالکل دغې برخې ته رښتیا هم ډېر کار نه دی شوی او زموږ د هېواد ډېری ستونزې هم له همدې برخې راټوکېدلې. درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب