شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهافغانستان د هوايي دهلېزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت...

افغانستان د هوايي دهلېزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت محصولات صادر کړي

تاند (چهارشنبه د حوت ۱۳) په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې له افغانستان نه بهر ته د هوايي دهلیزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادر شوي دي.

د افغانستان بانک په یوه بیان کې ویلي چې دغه توکي‌ د ۵۱۳ الوتنو په واسطه چین، هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو ته صادر شوي دي.

په بیان کې راغلي، بهرنیو هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو لړۍ د قرنطین په موده کې هم روانه وه.

دغه اداره وايي چې دا لړۍ به په روان ۲۰۲۱ کال کې نوره هم چټکه شي.

د افغانستان وچې مېوې، دارويي بوټي او غالۍ د ښه کیفیت له امله په بهرنیو هېوادونو کې ښه بازار لري او خلک یې ډېر خوښوي.

باید وویل شي چې تر دې مخکې هم د افغانستان وچو مېوو او زعفرانو د نړۍ په کچه د ښه کیفبت مقام ګټلی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تېره میاشت کاناډا او ازبکستان ته د ځمکې او اوبو له لارې د وچې مېوې صادرات پیل کړي‌ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب