شنبه, مې 18, 2024
Home+پنځه ويشتم عامه کتابتون| حبیب وقار

پنځه ويشتم عامه کتابتون| حبیب وقار

د کلي عامه کتابتون خوځښت د ذهنونو روښانولو لړۍ له پاره، خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. په دې لړ کې يې دا دی د ابکزار عامه کتابتون هم پرانيست، د هېواد پر يوه بله سيمه يې هم کتابتون ولوراوه او د خلکو پر شونډو يې موسکا راوسته. د هر کتابتون د پرانيستو پر مهال د سيمې د خلکو خوشالي په لفظونو کې نه ځايېږي، نو د دې سيمې علم دوسته اوسېدونکي هم د کتابتون په پرانيستې بې کچې ډېر خوښ شول.

دا لرې پرته سيمه له هر پلوه له سترګو پناه او بې برخې ده، نه په دې سيمه کې د ښوونځيو پر کيفيت پام شوی، نه د بيارغونې کومه پروژه پکې پلي شوې او نه هم د مطالعې له پاره کوم کتابتون لري. له نېکه مرغه چې د کتابتون نه لرلو ستونزه يې د کلي عامه کتابتون په هڅو او د بااحساسه هېوادوالو په مرسته اواره شوه او په ۱۷۵۰ ټوکه کتابونو سره نن د ۱۳۹۹لمریز کال د کب مياشتې په ۱۲مه نېټه ياد کتابتون د دې سيمې په ابکزار عالي ليسه کې پرانيستل شو. 

هغه غونډه چې په همدې موخه په ابکزار عالي ليسه کې جوړه شوې وه د قاري قطب الدين له لوري د قران عظيم الشان په سپېڅلو ایتونو پيل شوه. د يادې غونډې د وياندويي چارې د ډاکټر زاهد الله زاهد په غاړه وې.

په پيل کې د عربانو د منځني ښوونځي مدير ښاغلي نعمتالله فيضان د پيل وينا وکړه، راغلو مېلمنو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، د کلي عامه کتابتون له ادارې هم مننه وکړه چې د خلکو د ذهنونو د روښانولو له پاره شپه او ورځ هڅې کوي او په داسې لرې پرتو کليو کې کتابتونونه جوړوي چې تر اوسه يې هېچا په درد نه دي ژړلي او نه هم کوم چا د دوی ستونزې اورېدلې يا اوارې کړې دي.

د ښاغلي فيضان له خبرو وروسته د کلي عامه کتابتون مشر مجیب الرحمن محمودي دريځ ته وبلل شو، محمودي د کلي عامه کتابتون خوځښت معرفي او پر فعاليتونو يې خبرې وکړې، ويې ويل له خلکو يو يو کتاب غواړي او همداسې کليو ته يې راوړي څو خلک له دين، دنیا، پېښو، تاريخ، جغرافيي او ساينس خبر شي نوموړي زياته کړه: «د کلي عامه کتابتون خوځښت د هر کتابتون جوړولو له پاره له خلکو د يو يو کتاب ګدايي کوي، خو له تاسې هيله کوو چې دا کتابونه ولولئ، يو څه ترې زده کړئ، خپل اولادونه د کتابونو مطالعې ته وهڅوئ، که کتابونه ونه لوستل شي، زموږ دا ټولې ستړياوې په هېڅ حساب کړئ». محمودي همداراز د عامه کتابتون ټول شرایط، بنسټ پاڼه او اصول تشريح کړل او خلکو ته يې د کتابتون په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل. همدا شان نوموړي د غونډې برخوالو ته د ابکزار عامه کتابتون لپاره د راټولو شویو مرستو په اړه رڼا واچوله چې چا مرستې کړې او نغدي مرستې په څه باندې لګول شوې دي او له ټولو مرسته کوونکو یې مننه وکړه او له خلکو یې د خیر دعا ورته وغوښته.

د يادې غونډې بل ويناوال مولوي عبدالولي زبير و، نوموړي د کتاب، مطالعې او د علم د ارزښت په اړه خبرې وکړې، د سيمې له خلکو يې وغوښتل چې ياد کتابونه په دې کتابتون کې بندي نکړي، ويې لولي او يو څه ترې زده کړي.

ورپسې د کلي عامه کتابتون غړي قاری مطيع الله هدایت د مطالعې د لارو چارو په اړه خبرې وکړې، د غونډې برخه والو ته يې وويل که هره ورځ مطالعه وکړئ پر مطالعه به روږدي شئ او بيا به مو له مطالعې پرته ورځ نه تېرېږي هدايت زياته کړه: «مطالعه هم په عادت بدلېدی شي او کله چې عادت شوه بيا به يې په خوند نه مړېږئ، هغه ملتونه چې مطالعه کوي خپلې ستونزې په اسانۍ سره اواروی شي او له ډېرو ستونزو سره نه مخ کېږي».

د سیمې اوسېدونکي بلال احمد همدرد هم په سيمه کې د کتابتون د ارزښت په اړه خبرې وکړې، ويې ويل که يوه سيمه کتابتون ولري، هرڅه او ټوله نړۍ لري او که کتابتون ونلري داسې ده لکه هېڅ چې نلري.

د يادې سيمې په استازولي قاضي عزت الله ابراهیمي وينا وکړه، په دې سيمه کې يې د داسې يوه ګټور او ارزښت لرونکي کتابتون جوړول لوی نعمت وباله او له خلکو يې هيله وکړه له ياد کتابتون ګټه واخلي، نوموړي د سيمې په استازولۍ د کلي عامه کتابتون له ډلې مننه وکړه چې پر دوی يې دومره لوی نعمت ولوراوه. ياده غونډه د قاري قطب الدين په دعايې سره پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې په غونډه کې ځينو کسانو شعرونه هم وړاندې کړل او د سیمې د اوسېدونکو له لوري د کلي عامه کتابتون ورغلو کسانو ته د عزت پګړۍ ور په سر شوې. ترڅنګ يې د کلي عامه کتابتون له لوري انجنير نصير الله مبارز، استاد امين الله همکار، ډاکټر زاهد الله زاهد او عبدالحمید فيضاني ته چې د ياد عامه کتابتون په جوړولو کې يې بې کچې هڅې وکړې او ستړياوې يې وګاللې ستاينلیکونه ورکړل شول. 

همداراز د کتابتون مسولينو ته د ختيځ بیارغونې موسسې څخه د ډاکټر فريد بزګر له لوري ډالۍ شوي د ماشوم ادبياتو ۲۵۰ ټوکه کتابونه هم ورکړل شول. د 

يادولو وړ ده چې د ابکزار عامه کتابتون د وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د کلي عامه کتابتون له لوري اتم او په ټوله کې د کلي عامه کتابتون پنځه ويشتم کتابتون دی چې پرانيستل شو. د کلي عامه کتابتون يو ځل بيا له ټولو مرسته کوونکو چې کتابونه يې ډالۍ کړل مننه کوي، په دې ډاليو کې د کتابونو د ډالیو تر څنګ دوو تنو (يو تن د نوم نه ښودلو په شرط ۲۷۰۰۰۰ افغانۍ او همداراز انجنير نصيرالله مبارز ۵۰۰۰ افغانۍ) نقدي مرستې هم کړې وې چې په لاندې ډول ولګول شوې:

۱_ له بېلابېلو کتاب پلورنځيو ۱۳۵۰ټوکه کتابونه، ۱۹۹۹۹۰ افغانۍ.

۲_ ۲۸متره مربع فرش، ۳۸۵۰ افغانۍ.

۳_ ۲۶متره مربع المارۍ، ۲۷۳۰۰ افغانۍ.

۴_ د مطالعې مېز، ۹۰۰۰ افغانۍ

۵_ ۲۰دانې چوکۍ، ۸۵۰۰ افغانۍ.

۶_ ټاپه او بېنر ۸۷۰ افغانۍ. 

۷_ په کابل کې له ښار تر کمپنۍ د کتابونو، څوکيو او الماريو کرایه، ۱۰۴۰افغانۍ.

۸_ له کابل تر ابکزاره د کتابونو، الماريو، فرش او کسانو د تګ راتګ د دريو موټرونو کرايه، ۴۲۰۰ افغانۍ.

له ټولو ۲۷۵۰۰۰ نقدي پيسو څخه ۱۹۲۵۰ افغانۍ پاتې دي چې په مناسب وخت کې به ياد کتابتون ته نور کتابونه پرې واخلو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب