دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: تر موقت حکومت مخکې باید په نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشي

عبدالله: تر موقت حکومت مخکې باید په نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشي

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) د ملي نصالحې د عالي شورا مشر وايي، موقت حکومت ستونزه نه شي هوارولی ځکه چې تر مؤقت حکومت مخکې باید پر نورو اړینو او مهمو موضوعاتو لکه د جګړې پر درېدو او اوربند خبرې اترې وشي.

عبدالله وايي، طالبانو د خبرو مېز پرې ایښی او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یې لاس پورې کړی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو له خبرو انکار نه دی کړی خو په خبره یې له څه مودې راهیسي لږ تر لږه د تماس ډلو ترمنځ هم ناستې نه دي شوي او دوی هیله لري چې د سولې پروسه هر څه ژر له دې حالته ووځي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر چې یې په کابل کې ددې شورا د رسنیو کمېسیون جوړېدو په تړاو غونډه کې خبرې کولې وویل، لنډمهالی حکومت ستونزه نه شي هوارولی ځکه چې تر مؤقت حکومت مخکې باید پر نورو اړینو او مهمو موضوعاتو لکه د جګړې پر درېدو او اوربند خبرې اترې وشي.

هغه وایي، طالبان کله ناکله په دې پلمو هم خبرې ځنډوي چې دوحې ته تللی د افغان دولت مذاکراتي پلاوی واک نه لري او یا هم له یوه کس سره ستونزه د سولې پروسې پر وړاندې خنډ بولي چې د ده په وینا دا نامناسبه خبره ده.

نوموړی دغه راز زیاته کړې، سوله د هېواد مسئله ده او نباید له یو شخص سره ستونزه د هېواد د ارامتیا د له منځه وړلو سبب وګرځول شي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې طالبان له چا سره ستونزه لري.

د یادونې وړ ده چې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راپدېخوا په دوحه کې د افغان سولې دویم پړاو مذاکرات پیل شوي دي. د راپورونو له مخې په دې موده کې دواړو لوریو یو یا دوه ځلې له یو بل سره رسمي ناستې کړي.

د خبرو له ځنډ سره سم د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر پلاوي ایران، روسیې او ترکمنستان ته سفرونه کړي او هلته یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب