جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بالیووډ هغه نجونې چې په واده کړو مئینې شوي

د بالیووډ هغه نجونې چې په واده کړو مئینې شوي

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۱) د باليووډ ځينې داسې مشهورې لوبغاړې شته، چې په واده شويو سړیو مئینې شوې وې او بیا یې ورسره ودونه شوي دي. په دې نوملړ کې له هيما ماليني نيولې تر کرينه کپور پورې د نوموتو اداکارانو نومونه شامل دي.

کله کله د انسان مینه له یوه داسې کس سره پیدا شي، چې هغه مخکې له مخکې واده کړی وي، چې دا سلسله به له ده سره د هغه کس په واده یا نه واده پای ته ورسېږي. داسې یوازې له مشهورو کسانو سره نه دي شوي، بلکې د باليووډ ګڼ اداکاران هم د مینې له دې حادثو نه تېر شوي دي. په باليووډ کې داسې اداکارانې شته/ تېرې شوې دي، چې هغوی په واده شويو سړیو مينې وې، خو وروسته یې له دوی سره وادونه شوي دي.

هيما ماليني

د هيما ماليني او درميندر د مینې کیسه تقریباً هر چاته معلومه ده. دوی د فلم پر ثبت بوخت وو، چې له یو بل سره یې مينه پيدا شوه. په دې باندې له پوهېدو سره – سره چې درمېندر واده کړی دی، بیا هم هيما ماليني قرار نه شوه او اخېر یې هم له درمېندر سره واده وکړ.

سرې دېوي

بوني کپور له سرې دېوي سره مینه درلوده او بیا وروسته سرې دېوي هم د بوني په مينه مبتلا شوه. دوی په ۱۹۹۶ کې واده وکړ او له دې اړیکې د دوی دوه لوڼې وشوې. مشره لور یې جانوي کپور په فلمونو کې کار کوي او بوني کپور له سرې دېوي مخکې له مونا کپور سره واده کړی و.

شبانه اعظمي

د باليووډ مشهور نغمه نګار جاوېد اختر له لومړنۍ مېرمنې هني ايراني نه طلاق واخیست او بیا یې له مشهورې اداکارې شبانه اعظمي سره واده وکړ، دوی دواړه له یو بل سره خوندور ژوند لري.

شلپا شيټي

د شلپا شيټي نوم خو له ګڼو فلمي لوبغاړو سره تړلی دی، هغې له سوداګر راج کندرا سره واده کړی دی. شیټي په  ۲۰۰۹ کې واده وکړ. راج له شلپا سره تر واده مخکې له کويتا نومې جينۍ سره واده کړی و، هغه له شلپا سره د واده په خاطر کويتا ته طلاق ورکړ.

روينه ټنډن

روينه ټنډن له مشهور فلم ډيسټريبيوټر انل تهډاني سره په ۲۰۰۳ کې واده کړی دی. له روینې سره تر واده کولو مخکې له نتاشا سپی سره واده کړی و، چې بیا یې هغه طلاق کړه.

کرينه کپور

د کرينه کپور زړه هم په سیف علي خان ورغلی و، هغه سیف علي خان چې له امرتا سينګ سره یې واده کړی و. سيف هم د کرینه کپور د خپلولو په نیت خپله مشره مېرمن طلاق کړه او له دې سره یې واده وکړ.

راني مکرجي

ځينې خلک چې دا واوري چې راني مکرجي د فلم جوړوونکي ادتیه چوپړه دویمه مېرمن ده، باور نه کوي. د ادتيه چوپړه لومړنی واده له پایل کهنه نوموې ښځې سره شوی و، چې وروسته دواړو له یو بل نه طلاق واخیسته او ادتیه چوپړه له راني مکرجي سره واده وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب