Homeخبرونهملي دفاع وزارت : درې ولایتونو کې ۶۹ تنه طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت : درې ولایتونو کې ۶۹ تنه طالبان وژل شوي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۲) د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هېواد درې ولایتونو کې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۶۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغه وزارت د جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي چې یاد وسلوال په ننګرهار، کندهار او فاریاب ولایتونو کې وژل شوي او دغه راز ۳۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، کندهار کې ۳۰ ، ننګرهار کې ۱۱ او فاریاب کې ۲۸ طالبان وژل شوي او همدا راز په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې د دې ډلې ۳۴ جنګیالي ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د بادغیس ځایي چارواکي وایي، طالبانو تیره شپه د مقر ولسوالي پر مرکز برید کړی چې په پایله کې یې څلور پولیس وژل شوي، دوه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، هرات کې ماین چاودنې د عامه ساتنې پنځه سرتېري وژلي دي.
په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په فاریاب، بدخشان، بلخ ننګرهار او تخار ولایتونو کې د نشه‌یی توکو قاچاق په تړاو ۱۶ کسان نیولي چې له یادو کسانو یو شمېر نشه يي توکي او وسلې هم تر لاسه شوي دي.
له بلې خوا بیا د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، ځانګړو ځواکونو د داعش او حقاني ډلې د هدفي وژنو شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، یادو کسانو د چاودېدونکو توکو لېږد، هدفي او زنځیري وژنو کې لاس درلود چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...