تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۱) د سولې په چارو کې د دولت وزارت له دوحې څخه د افغان مذاکراتي پلاوي د ځینو غړو د راستنېدو خبر ورکوي.
دیاد وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي ځیني غړي د شخصي ستونزو له کبله هېواد ته را ستانه شوي دي.
نوموړې وايي راستانه شوي کسان به ډېر ژر د خپلو ستونزو له حل وروسته بېرته دوحې ته لاړ شي او له مذاکراتي پلاوي سره به یوځای شي.
آغلې انوري په مشخص ډول نه دي ویلي چې په راستانه شویو کسانو کې څوک شامل دي.
د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړي داسې مهال هېواد ته راستنیږي چې د شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرې په ټپه ولاړې دي.
په ورته مهال د افغانستان د ملي روغې جوړې دعالي شوار مشر هم ویلي چې، طالبانو د خبرو مېز پرې ایښی او دغه راز یې تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي چې طالبانو له خبرو انکار نه دی کړی خو له څه مودې راهیسي لږ تر لږه د تماس ډلو ترمنځ هم ناستې نه دي ترسره شوې او دوی هیله لري چې د سولې پروسه هر څه ژر له دې حالته ووځي.