جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+انګلستان د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

انګلستان د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۱) انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په ستر توپير په ماتې ورکولو سره د ټېسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې هم لومړی ځای خپل کړ.

تازه نن د کرکټ نړیوالې شورا  د ټېسټ لوبو درجه بندي اعلان کړه.

انګلستان خپل څلورم ځای هندۍ لوبډلې ته پرېښوده او له نیوزلینډ کرکټ لوبډلې څخه يې لومړی مقام خپل کړ.

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې انګلستان لومړی، نیوزلینډ دوهم، اسټراليا درېیم، هندوستان څلورم، پاکستان پنځم، سویلې افریقا شپږم ، ویسټ انډیز اوم، سریلانکا اتم، او بنګله دېشۍ لوبډله چې په خپله لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې يې له ویسټ انډیز لوبډلې ماتې وخوړه په نهم مقام کې قرار لري.

افغانستان بیا تیر کال د لوبې د نشتون له کبله د ټېسټ په نهو غوره لوبډلو کې شتون نه لري او له بنګله دیش وروسته ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب