جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهکابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت په موټر چاودنه شوې

کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت په موټر چاودنه شوې

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن سهار کابل ښار کې ددغه وزارت په موټر چاودنه شوې چې یو تن کارکوونکی یې په کې وژل شوی دی.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۹:۲۰ بجې د کابل ښار اړوند په زړو مکروریان سیمه کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو په موټر شوې چې د یاد وزارت موټر چلوونکی په کې وژل شوی دی.

دغه وزارت وايي چې چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې د ملکیانو وژل او په نښه کول د ټولو اسلامي او ملي اصولو خلاف عمل دی.

سرچینې زیاته کړې، که تاوتریخوالي کم او اوربند ته لاره هواره نه شي، د دغه ډول ترهګریزو پېښو او تاوتریخوالي زیاتېدو مسؤلیت به د طالبانو په غاړه وي.

تر اوسه ددغه برید مسؤلیت کوم چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...