تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن سه شنبه د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د شاه توت بند د جوړولو پروژه لاسلیک کړه.
کابل ته څېرمه شاه توت بند ۱۴۶ ميليون مکعب متر اوبه زيرمه کولی شي او د کابل نژدې دوه میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابرولی شي.
ویل کېږي چې د دې بند پر جوړولو به ۲۸۶ میلیونه ډالر لګښت راشي او په کمه موده کې به افتتاح شي.
ولسمشر غني یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان د اوبو مدیریت پلان یې په بریالۍ توګه پر مخ روان دی.
ښاغلي غني زیاته کړه، د بندونو د جوړولو چارې په عملي ډول یو پر بل پسې روانې دي چې له سلما، کمال خان، شورابک، د کجکي د دویم فاز، شاه او عروس بندونو تر جوړولو وروسته له نېکه مرغه دا وخت هم را ورسېد چې شاه توت بند هم جوړېږي.
په ورته مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته تیار دی او د یو سوله ییز افغانستان هیله یې څرګنده کړه.
نوموړي وویل: « د شاتوت بند چې نن یې موږ لاسلیکوو، دا به د هند افغانستان د ملګرتیا یوه مضبوطه نښه وي. شاتوت بند به د کابل خلکو ته اوبه برابرې کړي.»
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپلو خبرو پر مهال وویل، هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د اصلي مرستندویانو ډله کې دی او په افغانستان کې یې په بېلابېلو برخو کې پروژې عملي کړي دي.
د افغانستان نژدې ۷۰ سلنه اوبه نورو هېوادونو په تېره بیا پاکستان او ایران ته بهېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني اوبه د خپل هېواد عزت یا ابرو بولي او له کلونو راهیسې یې د مدیریت خبره کوي.
ولسمشر غني په افغانستان کې د شلو بندونو د جوړولو خبره کړې چې پر ځینو یې کار روان دی او ځینې بشپړېږي.
تېره اونۍ افغان چارواکو د نیمروز کمال خان بند کې د اوبو ټولېدو خبره وکړه.
کمال خان بند؛ ولسمشر غني وايي، د افغانستان ۷۰۰ کلنه هیله پوره شوه
د شاه توت بند د شهید سردارمحمد داود خان په وخت کې د کانادایانو له خوا سروې شوی وو. کانادایانو د کابل سیند او د دې حوزې په ټولو سیندونو لکه کابل ، لوګر ، غوربند ، سالنګ ، پنجشیر او نورو باندې د بندونو او کانالونو پلانونه درلودل چې متاسفانه د وروستیو څلوېښتو کلنو جنګ او جګړو له امله دا پروژې د ټولو هېوادوالو له یاده ووتلې . البته کانادایانو د کونړ پر سیند هم سروې کوله چې د مجاهدینو له خوا د هغوي انجنیران ووژل شول او هغوی له نورو غربي انجنیرانو سره یوځای له افغانستان نه خپلې کډې بار کړې .
د للندر له خوا د کابل سیند د پغمان له غرونو سرچینه اخلي او د میدان له سرسبزه کولو وروسته د للندر درې له خوا کابل ښار ته داخلیږي . البته د اوړي په موسم کې د دې سیند ټولې اوبه د کروندګرو له خوا ګټه ترې اخیستل کیږي او آخرې اوبه یې د ریشخورو له لارې چهارآسیا ته اوړي .
کله چې د اوبو پرېماني وي په ټول ژمې کې له اوبو ډک وي او اضافي اوبه یې د کابل سیند له نورو مرستیالانو سره یوځای کیږي . د سیلابونو په وخت کې ډېرو هېوادوالو ته تاوان هم رسوي .
د شاه توت بند په جوړولو سره د دغو سیلابونو مخه نیول کیږي ، د لوګر د سقاوې دښته هم اوبو لګولو ته برابریږي . خو تر ټولو مهمه د کابل ښار د څښاک اوبو ته یوه ښه منبع ده .