جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+انګلینډ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه

انګلینډ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۱) د هند او انکلستان د کرکټ ملي لوبډلو  ترمينځ د څلورو  ټېسټ لوبو لومړۍ لوبه انګلینډ لوبډلې وګټله.

انګلینډ دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د جيو روټ د غبرګې سليزې پرمټ ۵۷۸ منډې وکړې.
هند په اوله پاڼۍ کې د  ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۷ منډې وکړې چې د پانټ ۹۱ او واشنټن سونډر ۸۵ منډې يې تر نورو زياتې وې.
انګلستان لوبډلې که څه هم په دوهمه پاڼۍ کې يوازې ۱۷۸ منډې وکړې او د اشوین تر بريد لاندې راغله خو د تېرې پاڼۍ د باقي ۲۴۱ منډو سره يو ځای يې ۴۲۰ منډې هدف ورکړ.

هند په دوهمه پاڼۍ کې هم ښه توپ وهنه ونه شوه کړای او ټوله لوبډله يې په ۱۹۲منډو وسوځېده.
جيو روټ چې په دواړو پاڼيو کې د يوې غبرګې سليزې پر مټ ۲۵۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند لپاره په توپ اچونه کې روي چندرن اشوېن په دواړو پاڼيو کې نهه لوبغاړي وسوځول او د انګلستان لپاره بيا جک لېچ شپږ لوبغاړي يې وسوځول.
د يادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمينځ به څلور ټېسټ، پنځه شل اوريزه او درې یو ورځنۍ سيالۍ د هند په کوربه توب ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب