جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه هرات او کابل کې بریدونو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په هرات او کابل کې بریدونو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۱) په هرات کې د ماین چاودنې د عامه ساتنې تصدۍ څلور سرتېري وژلي دي.

د هرات والي ویلي چې نن سهار د هرات او اسلام کلا پر لاره د عامه ساتنې تصدۍ موټر د طالبانو له لوري پر ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی چې له امله یې ددغه تصدۍ څلور سرتېري وژل شوي دي.

وحید قتالي زیاته کړې چې په پېښه کې یو بل سرتېری ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې د کابل ښار کې په دوو بېلو امنیتي پېښو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یوه لنډکروزر ډوله موټر د یوې چاودنې له امله رامنځ ته شوه چې دوه کسه یې ټپیان کړل.

بلخوا بیا د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په باغ داوود سیمه کې د میدان وردګو ولایت د کلیو او پراختیا ریاست پر کارکوونکو وسله وال برید شوی دی.

د کابل ښار امنیتی مسوولین وایي چې په دې پېښه کې د میدان وردګو ولایت د کلیو او پراختیا ریاست د سرپرست په ګډون څلور کسه وژل شوي دي.

تر اوسه ددغه دواړو پېښو مسوولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی. امنیتی سرچینو هم تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د دې پیښو مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب