جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې جګړې ۴ زره کورنۍ بې سرپناه...

د ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې جګړې ۴ زره کورنۍ بې سرپناه کړي

تاند (سه شنبه، د دلوې ۲۱) د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئيس  وایي چې، له خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو څخه تر دې دمه څلور زره، شل کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دا بې ځایه شوې کورنۍ په سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې مېشت دي.

د کډوالو د رئيس په خبره له یاد شمېر کورنیو یې د ۱۷۰۰ کورنيو سروې شوې او تر دې دمه له ۱۱۳۵ کورنيو سره مرستې شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې پاتې نورو کورنیو ته به هم ژر مرستې ورسول شي.

بل لورته بې ځایه شوې کورنۍ بیا د خپلو ماشومانو زده کړو ته هم اندېښمن دي.

دوی وایي له خپلو سیمو کډه شول او اوس یې ماشومانو ښوونځی نه لري او وېره لري چې همداسې له زده کړو محروم نه شي.

خو د دې ولایت د پوهنې رئیس حسيب الله شينواری ډاډ ورکوي چې د بې ځايه شويو کورنو ماشومانو ته د زده کړو په برخه کې به زمینه سازي کوي.

په ورته مهال د مرستندويه ادارو مسئوولان هم په هره برخه کې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو د چمتووالي ډاډ ورکوي.

دوی وایي ټولو بې ځايه شويو کورنيو ته به په شفاف ډول مرستې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب