شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمسوولان: جګړې له ۶ ميلیونه زیات افغانان له هېواده بهرمهاجر کړي

مسوولان: جګړې له ۶ ميلیونه زیات افغانان له هېواده بهرمهاجر کړي

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۱) په هېواد کې روانې جګړې نه یواځې عام خلک په کور دننه بې کوره کړي، په زیات شمېر افغانان یې دې ته اړ کړي چې هېواد پرېږدي.

تازه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نورحمن اخلاقي ویلي چې تر ۶ اعشاریه ۶ میلیونه زیات افغانان له هیواده بهر مهاجر شوي دي.

د نوموړي په خبره  دغه راز تر دوه میلیونه زیات یې یواځې پاکستان کې ژوند کوي.

د کډوالو وزیر نور الرحمن اخلاقي زیاتوي چې  په تېرو ۲۰ کلونوکې د دې  مهاجرت اصلي لامل وسله وال طالبان دي.

نوموړی وایي، که طالبانو جګړه نه وای پيل کړې او عام خلک به نه وژل کېدل او نه به هم له خپلو مېنو بې ځایه کېدل.

د معلوماتو له مخې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د جګړې له امله په زیات شمېر افغانان اوس هم یواځې د سر د خوندیتوب هڅه کوي.

دوی وایي، له جګړې په تنګ راغلي او یواځې د امن ځای په لټه کې دي.

عام خلک د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې نور دې د بې ګناه افغانانو وینه تویونه بنده کړي او اوربند دې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب