Homeخبرونهکابل کې د میدان وردګ د کلیو او پراختیا ریاست د سرپرست...

کابل کې د میدان وردګ د کلیو او پراختیا ریاست د سرپرست په ګډون ۴ کسان وژل شوي

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) په کابل ښار کې په دوو بېلو امنیتي پېښو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه نن سهار د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یوه لنډکروزر ډوله موټر د یوې چاودنې له امله شوې چې دوه کسان په کې ټپیان شوي.

د یو بل خبر له مخې، امنیتي سرچینو ویلي چې ناڅرګندو وسله والو نن سهار شاوخوا ۹:۲۰ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په باغ داوود سیمه کې د میدان وردګ ولایت د کلیو او پراختیا ریاست پر کارکوونکو وسله وال برید کړی دی.

د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د میدان وردګو ولایت د کلیو او پراختیا ریاست د سرپرست ریاض احمد په ګډون څلور کسه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي په دې پېښه کې د محمد حبیب، فریدالله، ریاض احمد او بریالي په نوم د کلیو او پراختیا ریاست څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

تر اوسه ددغو دواړو پېښو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...