شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+لس اوره سوداګریز ليګ پيلېږي

لس اوره سوداګریز ليګ پيلېږي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۸) د متحده عربي اماراتو لس اوریزه سوداګریز لیګ نن پنجشنبه د جنورۍ په ۲۸نېټه پيلېږي.

په دې لوبو کې ۱۴ افغان لوبغاړي هم ګډون لري.

په یاد ليګ کې اته لوبډلې لوبيږي چې مجیب الرحمان، فضل الحق، کریم جنت او قیس احمد هغه افغان لوبغاړي دي چې د بنګله ټایګرز لوبډلې سره به ولوبیږي.

نوراحمد لکڼوال بیا د ټپونو له کبله يادې سيالۍ نه لوبوي.

نبي، ګربز او وقار سلام خېل بیا د ډهلي بولز لوبډلې برخوال دي، محمد شهزاد او ظاهر خان پکتين له دکن ګليډيټرز لوبډله سره او عظمت الله عمرزی بیا د قلندرز لوبډلې سره له خوا اخېستل شوي دي.

نجيب الله ځدران او نوین الحق له ابوظبۍ او ځوان لوبغاړی درویش رسولي پونې لوبډلې سره لوبيږي.

یادې چټکې او جالبې سیالۍ چې په کمه موده کې يې د کرکټ د مینوالو پام ځانته را ګرځولی دی.

دا لوبې په افغانستان کې به له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب