شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد یونیسیف ادارې د ګوزن برخې مسؤل له افغانستان څخه اخراج شو

د یونیسیف ادارې د ګوزن برخې مسؤل له افغانستان څخه اخراج شو

تاند (چهارشنبه د دلوې ۸) ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د یونیسېف ادارې د پولیو برخې مسؤل له هیواد څخه اخراج کړی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن چهارشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « محمد محمدي چې دیونیسیف دپولیو  مسوول و، په چارو کې دنه شفافیت او دافغانستان ولسمشر ته د بې اعتنایئ په دلیل د ولسمشر دحکم پر اساس په څلروېشتو ساعتونو کي له افغانستان څخه اخراج سو.»

بله خوا یو شمېر سرچینو ویلي چې محمد محمدي په یوه ناسته کې ددې سربېره چې ولسمشر غني ته یې د خپلو کارونو راپورو نه دی وړاندې کړی، بلکې د هغه خبرې یې هم بابېزه ګڼلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، محمد اشرف غني یوناما ته ۲۴ ساعتونه وخت ورکړی و چې محمدي له افغانستان څخه وباسي او له ولسمشر څخه بښنه وغواړي.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني په یونیسېف کې د افغانستان لپاره د پولیو له مسؤل غوښتنه کړې وه چې د خپلو کارونو او مصارفو راپور ورته وړاندې کړي او دا روښانه کړي چې د دومره مصارفو سره سره بیا هم په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې زیاتې شوي دي.

سرچینې دغه رار ویلي، یونیسېف یواځې د عامه پوهاوي لپاره ۲۲ میلیون ډالر مصرف کړي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان دولت ته په دې هکله هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ پېښې ثبت شوې وې چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په کې زیاتوالی راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب