شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملي امنیت شورا: طالبان د جګړې اوږدېدل غواړي

ملي امنیت شورا: طالبان د جګړې اوږدېدل غواړي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۸) د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، وسلوال طالبان سولې ته ژمن نه دي او دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري .

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله انډر رسنیو ته یو استولي پیغام کې، ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه غبرګون ښودلې او ویلي یې دي، طالبانو دوحه کې د سولې مذاکرات پرې ایښي دي او د بهرنیو هیوادونو په سفرونو یې پیل کړی .

نوموړی پرته له دې چې ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه یادونه وکړي وايي، طالبان د سولې مذاکراتو ته هېڅ ژمنتیا نلري او په خبره یې یاده ډله د جګړو اوږدیدل غواړي.

هغه زیاتوي:« تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک ارزول ندي پیل کړي، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو ته یې مخه کړې ده.»

تېره ورځ د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د ډلې یو پلاوی ایران ته په رسمي سفر لاړ او نن یې هلته د هغه هېواد له چارواکو سره لیدنې کړي دي.

بلخوا بیا د ايران د ملي امنيت شورا مشر له ملا برادر سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هېڅ هغه ډله په رسميت نه پېژني چې غواړي په افغانستان کې د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي.

د ايراني رسنۍ فارس د راپور له مخې، د ايران د ملي امنيت شورا مشر دا ادعا هم کړې چې امريکا په افغانستان کې سوله او امنيت نه غواړي او اور ته لمن وهي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د حکومت نوې ادارې خبر ورکړ چې دوحه کې به له طالبانو سره ترسره شوې هوکړه له سره و ارزوي او دې برخه به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

1 COMMENT

  1. که هغوی د جګړې اوږدول غواړي نو تاسو هم د سولې کلک مخالف یاست او نه غواړئ چې سوله راشي. د هغې وحشیانو نه خو ګیله نه کیږي ځکه هغوی خو د بل غلامان دي، مګر تاسو هم د زړه د خلاصه د سولې په خبرو کې خنډونه پيدا کړل او کشش مو وکړ چې دا پروسه د خپلو نارواح فساد په خاطر ناکامه کړئ. ملت ته اوس په تاسو او طالبانو کې هیڅ فرق نشته. خو یاد ولرئ چې ملت به یوه ورځ راویښيږي او چې هر ځای پټ یاست فیصلې ته به مو راکاږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب