Homeخبرونهپه هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه شوي

په هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه شوي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۸) د هرات سیمه ییز مسؤلان وايي، د هرات –کندهار په لويه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د هرات د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار وايي چې دغه پېښه نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د ادرسکن ولسوالۍ په زیارت سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او سراچه موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د سراچې موټر ټول مسافر چې ۹ کسان و، مړه شوي او د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر ۲ سپرلۍ ټپيان شوې دي.

د عبدالعلي فقیریار په خبره، په مړو شويو کسانو کې ۳ ښځې، يو ماشوم او ۵ سړي شامل دي.

هغه زیاتوي چې روغتیا پالان د پېښې ځای ته رسېدلي او ښايي د ددې پېښې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د يادولو وړ ده چې ډېر کله داسې پېښې د موټر چلوونکيو د بې ‌احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...