Homeخبرونهراتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د ناټو غړیو هېوادونو غونډه جوړېږي

راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د ناټو غړیو هېوادونو غونډه جوړېږي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۸) د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، قطر کې د حکومت مرکچي  پلاوی به د مقابل لوري پر وړاندې د سولې مذاکراتو کې د مېرمنو حقونو څخه دفاع وکړي او په خبره یې چې د ښځو د حقونو مسئله د افغانستان حکومت ته ارزښت لري او هېڅ ډول معامله به پرې ونه ‌شي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن چهارشنبه په کابل کې د اوربند په تړاو د مېرمنو د غوښتنو او نظرونو ملي کنفرانس کې وکړې.

نوموړي وویل، ایران ته د طالبانو د مرکچي پلاوي سفر د افغان حکومت او ملي روغې جوړې عالي شورا سره په هوکړه شوی دی.

هغه وویل، د سولې په خبرو کې تر ټولو مهمه مسئله په افغانستان کې د سراسري اوربند ټینګېدل دي چې هېڅکله به له پامه ونه غورځول شي.

د عبدالله په خبره، ددې لپاره چې خلک د سولې په پروسه باور پیداکړي او یوې تل پاتې سولې ته زمینه برابره شي لومړی باید اوربند وشي.

عبدالله عبدالله وویل، په افغانستان کې د تروریستي ډلو عملیاتو د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړې، خو په وینا په هغه صورت کې چې ترهګریزې ډلې دلته خپل فعالیتونه ودروي د افغانانو  په غوښتنه به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

 د نوموړي په وینا، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه جوړه شي او د افغانستان په اړه په کې خبرې وشي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس د افغانانو اساسي غوښتنو ته په اشارې وویل، جګړه د حل‌لار نه ‌ده او د مذاکراتو پایلې باید مثبتې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د حکومت مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري تېره ورځ ویلي چې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ ناستې نه‌ دي شوي او لامل یې هم د طالبانو نه ګډون په ګوته کړی دی.

خو طالبانو تر اوسه د نادر نادري ددې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

بله خوا بیا د چارو ځینې شنونکي وايي چې غونډو کې د طالبانو د نه‌ ګډون لامل دا دی، ترڅو د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن د افغان سولې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...