تاند (چهارشنبه د دلوې ۸) ولسمشرۍ ماڼۍ د باختر د سرو زور خزانې د ناخوندیتوب په هکله د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي د باختر ګنجینې د غلا کېدو او هغه ته د زیان رسېدو خطر هم شته دی، خواشینونکې وبللې.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د باختر د سرو زور خزانه باید ژر تر ژره یوه باوري هېواد ته ولېږدول شي.
د ارګ له لوري نن چهارشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده خزانه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې هغه مهال چې د هیواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه قېمتي خزانه د افغانستان د ویاړلو خلکو ملکیت دی او د افغانستان د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون به یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ساتنه کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د دې ملي پانګې د لېږد او بل هیواد ته یې د سپارلو وړاندیز غیر مسؤلانه او د هیواد د لوړو ګټو خلاف دی.
ارګ د ولسي جرګې له غړیو غوښتي چې د ملي مسائلو په اړه دې مسؤلانه نظرونه څرګند او په دې ډول خبرو دې د خلکو ذهنیت نه خرابوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړیو د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې اجمل احمدي او د افغانستان بانک چارواکي باید په رسنیو کې د خپرو شوو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.
وکیلانو اندېښنه وښوده چې په افغانستان بانک کې د کمزوري مدیریت له امله ښايي د افغانستان د اسعارو زېرمو ته زیان ورسېږي او همدا راز د باختر د سرو زرو د غلا کېدو او هغه ته د زیان رسېدو خطر هم شته دی.
ددې جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د باختر د سرو زرو خزانه باید ژر تر ژره یوه باوري هېواد ته ولېږدول شي او د وضعیت تر سمېدو پورې دې هلته وساتل شي.
د باختر خزانه د افغانستان یوه مهمه شتمني ګڼل کېږي چې تاریخي، مادي او معنوي ارزښت لري او په نړیواله کچه له ځانګړي اعتبار برخمن تاریخي اثار دي.
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک مسؤلان وایي چې په عوایدو کې یې ۲۸ میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی.
ددې بانک د معلوماتو له مخې تېر ۱۳۹۸ کال ددوی عواید ۲۹ میلیارده افغانۍ وو خو روان کال یې یوازې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ عواید لرل چې دا شمېره پوره ۹۷ سلنه کموالی ښيي.
د افغانستان بانک مسؤلان د عوایدو د کمېدو لامل د کورونا ویروس پراختیا یادوي.