جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: بهر ته روانې اوبه دې بندې شي

ولسمشرغني: بهر ته روانې اوبه دې بندې شي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۸) ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو چارو د تنظیم ادارې ته امر کړی چې ژر تر ژره دې پر هغه بندونو کار پیل کړي، چې له بل هېواد ته اوبو د بهېدلو مخه نیسي.

ولسمشرغني د ځمکې لاندې اوبو د کمواله په اړه چې د هېوادوالو د اندیښنې لامل شوی، اندېښنه څرګنده او د اوبو د سرچینو پر سم مدیریت یې ټینګار وکړ. له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر پر هغو بندونو چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، د چټک کار د پیل امر وکړی دی.

د خبرپاڼې په حواله ولسمشر ویلي، چې د کمال خان بند سیمه چې دولتي سیمه ده، د ځمکو د غصب مخنیوی دې وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو جوړېدو ته ځانګړې شي.
خبرپاڼه لیکي، ولسمشر دغه راز د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارله چې د هیواد د سترو بندونو د بیارغاونې تعقیب ته کاري لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې دی، چې له تېرو څو لسیزو راهیسي د افغانستان اوبه ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي او په تېرو شلو کلونو کې له زیاتو مرستو سره – سره لا هم بهر ته د بهېدونکو اوبو مخه ونه نیول شوه.
بل خوا عام خلک هم له ولسمشر غني د بندونو د جوړیدو غوښتنه کوي او د برښنا له نشتون څخه سر ټکوي.

د مالوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د کمال خان اوبو بند او د کابل په شکردرې ولسوالي کې د شاه و عروس د اوبو بند دی، چې کارونه یې تقریباً خلاص او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب