جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا برادر د ایران د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې...

ملا برادر د ایران د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې کړي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۸) د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سولې پروسې په هکله خبرې کړې دي.

ددې ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردک نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، په دې لیدنه کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزو پر حل، پر بین الافغاني مذاکراتو، د تلپاتې سولې په لارو چارو او د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا مثبت بحثونه شوي دي.

د نوموړي په وینا، طالب پلاوی به له نورو ایراني چارواکو سره هم لیدنې وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ به د اوږدمهاله مثبتو اړیکو پر تامین ګټور بحثونه وشي.

په ورته مهال ایراني رسنۍ وايي چې ددې هېواد د ملي امنیت سلاکار نن سهار له ملا عبدالغني برادر او مل پلاوي سره خبرې کړي دي.

سرچینه زیاتوي په دې لیدنه کې د افغان سولې پروسې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د سیمې پر روانو حالاتو بحثونه شوي.

د طالبانو د قطر دفتر د معلوماتو له مخې، د ملا برادر په مشرۍ ددې ډلې یو پلاوی پرون سه شنبه د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی او هلته یې ددې هېواد له سیاسي او امنیتي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

طالب پلاوي په داسې مهال ایران ته سفر کړی چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو خبر ورکړی شوی دی او ویل کېږي چې په تېرو دوو اونیو کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ هېڅ رسمي ناسته نه ده تر سره شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب