جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هرات ښاروال په پینځه کاله بند محکوم شو

د هرات ښاروال په پینځه کاله بند محکوم شو

تاند (چهارشنبه د دلوې ۸) لویه څارنوالي وایي چې د هرات ولایت ښاروال غلام حضرت مشفق او د هغه شپږ کارکوونکي د رشوت د ورکړې وړاندیز په تور په نغدي جریمه، تنفیذي بند او له دندو د لرې کولو په جزا محکوم شوي دي.

له لویې څارنوالۍ څخه په خپاره شوي خبرپاڼه کې راغلي، د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق د بډو ورکولو وعدې، او د ښاروالۍ مارکېټونو د پراختیا امر خالد عمر د رشوت وساطت په تور هر یو په پینځه کالو او یوه میاشت تنفیذي بند، له دندو ګوښه او د ۷۵ زرو ډالرو ورکړې نغدي جريمې په جزا محکوم شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هرات ښاروالۍ د بېلابېلو برخو پینځه نور کارکوونکي هم د رشوت وعدې په تور، په درې درې کالو تنفیذي بند، له دندو لرې کولو او د ۷۵ زرو امریکایي ډالر ورکړې نغدي جریمو په جزا محکوم شوي دي.

خو غلام حضرت مشفق چې اوس په زندان کې دی، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دی او همکاران یې د یوې دسیسې ښکار شول.

د هرات پخواني ښاروال زیاته کړې، د محکمې له وروستۍ پرېکړې وروسته به قوي اسناد او شواهد وړاندې کړي او هر څه به ښکاره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب