Home+سپېس ایکس ۳ سیلانیان فضا ته بیايي

سپېس ایکس ۳ سیلانیان فضا ته بیايي

تاند- لومړني کسان یا سیلانیان، چې په خپلو پیسو به فضا ته لاړ شي، د سې شنبې په ورځ اعلان شول.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا درې تنه نارینه دي او د سپېس ایکس په کپسول کې له یوه ستورمزلي سره فضايي تمځي ته ځي.

هر یو به د دې سفر لپاره ۵۵ ملیون ډالره کرایه ورکړي.

د ناسا یو ستورمزلی مایکل لوپز الګریا به، چې د اکسیم سپېس (Axiom Space) کمپنۍ لپاره کار کوي، دوی تر فضايي تمځي بدرګه کړي.

د اکسیم عمومي ريیس مایک سافردیني وايي«دا نړیوال فضايي تمځي ته لومړنی تجارتي سفر ګڼل کېږي.»

دوی به د راتلونکي کال په جنورۍ کې فضا ته لاړ شي او هلته به ۸ ورځې په فضايي تمځي کې تېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...