جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+یوټیوب د ټرمپ پر چاینل د بندیز موده اوږده کړه

یوټیوب د ټرمپ پر چاینل د بندیز موده اوږده کړه

تاند- د یوټیوب د ادارې ویندوی وايي، د امریکا د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د چاینل د ځنډولو موده یې نوره هم اوږده کړې ده.

د روانې جنورۍ په سر کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر پایلو د ټرمپ د نیوکو او وروسته د جنورۍ په دوولسمه د کانګریس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو د برید په خاطر د امریکا ګڼو ټولنیزو رسنیو د ټرمپ اکاونټونه بند کړل؛ د دغو ټولنیزو رسنیو په منځ کې یوه هم یوټیوب وه.

د یوټیوب ویندوی وايي، د ټرمپ یوټیوب چاینل به تر نامعلومې مودې پورې بند وي څو نوموړی نوې ویدیو خپره نه کړای شي.

د یوټیوب د مسوولانو په وینا د دې پرېکړې دلیل دا دی چې ممکن ټرمپ په پاروونکو څرګندونو یو وار بیا خپل پلویان تاوتریخوالي ته وهڅوي.

فیسبوک او ټویټر هم د ټرمپ اکاونټونه د تل لپاره بند کړي دي.

خو یوټیوب وايي چې د ترمپ چاینل د تل لپاره نه بندوي، مګر اجازه نه ورکوي چې تر نامعلومې مودې پورې ټرمپ نوې ویدیو خپره کړي یا څوک د ده پر مخکینیو ویدیوګانو تبصره ولیکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب