جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور رد کړ

طالبانو د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور رد کړ

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۸) د وسله والو طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د امریکا د خزاني وزارت هغه راپورونه ردوي، چې ګواکې لا هم په افغانستان کې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکي لري.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، وروسته له هغې چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست په عربي هېوادونو کې هم مهم بدلونونه راغلل نو د القاعده ډلې غړي، چې په افغانستان کې اوسېدل بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

په یاده علامیه کې ټینګار شوی دی، چې اوسمهال د القاعده ډلې هیڅ غړی په افغانستان کې نشته.

طالبانو دغه راز د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې پر ساتنه هم ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې دوی د دوحې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي او هیچا ته به د امریکا او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغان خاورې کارول کېدو اجازه ورنه کړي.

طالبانو دغه څرګندونې د امریکا د خزانې وزارت د هغه راپورونو په غبرګون کړي، چې ویلي یې وو، د حقاني شبکې مشرانو د القاعدې په مالي مرسته د یوې نوې وسله ‌والې ډلې پر جوړېدو خبرې کړې دي، او په خبره یې طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکه لري او دغه شبکه د پیاوړتیا په حال کې ده.

د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په اړه د امریکا د خزانې د وزارت د ۲۰۲۰ کال په راپورونو کې راغلي، جې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکي لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې القاعده شبکه د خپلو روزونکو او سلاکارانو له لارې له طالبانو سره مشورې، لارښوونو او مالي ملاتړ برخه کې مرسته کوي او په دې توګه بیا هغوی له طالبانو سره د اړیکو لرلو ګټه پورته کوي.

د لانګ وار ژورنال په دې راپور کې راغلي، طالبان له القاعده سره د اړیکو په اړه دروغ وایي، او ان دا چې طالبان له دې هم انکار کوي چې القاعده شبکه دې افغانستان کې حضور ولري.

د امریکا د خزانې وزارت دا هم ویلي، چې د حقاني شبکې مشران د القاعده په همکارۍ او مالي ملاتړ د یوې بلې وسله ‌والې ډلې په جوړېدو هم غږېدلي.

دغه راز افغان حکومت هم ویلی، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري له هغوی پیسې اخلي او په مالي ملاتړ یې جګړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب