جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله ماشومانو دملاتړ اداره: سړه هوا د زرګونه افغان ماشومانو ژوند ګواښي

له ماشومانو دملاتړ اداره: سړه هوا د زرګونه افغان ماشومانو ژوند ګواښي

تاند ( جمعه، د جدي ۱۲) له ماشومانو د ملاتړ ادارې په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلی افغانستان کې  په روان ژمي کې څه باندې ۳ زره ماشومان د سختې یخنۍ له ګواښ سره مخ دي.

سرچینه وایي که دوی ته ژمني امکانات برابرنشي د دې ماشومانو د ناروغه کېدو سربېره ښايي د دوی د مړينې سبب وګرځي.

له ماشومانو د ملاتړ ادارې په خبرپآڼه کې زیاته کړې افغانستان کې په سلګونه زره ماشومان نه یواځې د لوږې او کورونا وبا په ګډون په ناروغیو باندې د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي بلکې سړه هوا هم د دوی ژوند ګواښي.

خبرپاڼه کاږي چې د جګړو او نا امنیو دوام د خلکو د کورونو ویجاړېدل او موقتي کمپونو او خیمو ته د هغوی بیځایه کېدل بله هغه ستونزه ده چې، افغان ماشومانو ته يې شرایط سخت ستونزمن کړي او کوي يې.

دا اداره داسې مهال د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښيي چې د یخې هوا سربېره زرګونه افغان ماشومانو په شاقه کارونو بوخت دي.

دوی د ژمي په دې سړه هوا کې مجبورۍ د زده کړو پرځای درندو کارونو ته اړ کړي دي.

روغتیاپالان هم دا ډول حالت د ماشومانو راتلونکي ته په زیان بولي او وایي په کم عمر کې د درندو کارونو ترسره کول نه یواځې ماشوم له زده کړو محروموي ترڅنګ یې راتلونکي کې هم ورته ګڼې رواني ستونزې پيداکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب