شنبه, مې 18, 2024
Home+د ادب کور څلورمه ناسته| هاشمي

د ادب کور څلورمه ناسته| هاشمي

د ادب کور نوې ناسته د قران کریم په څو مبارکو ایتونو پیل شوه. له دې وروسته د ننګرهار پوهنتون استاد او د دکتورا سکالر پوهنمل طارق ذاکر خپل بحث (د تصوف او عرفان توپیر او تړاو) پیل کړ. په خبرو کې د تصوف او عرفان پېژندنه، د تصوف تاریخي مخینه، د عرفان تاریخي پسمنظر، د تصوف او عرفات تړاو، د عرفان او تصوف توپير، پښتو ژبې کې صوفیان او عارفان او په داسې نورو مسایل علمي خبرې وشوې. دغه بحث څلویښت دقیقي دوام وکړ. له بحث وروسته پوهاند محمد ابراهیم همکار، پوهنمل محمد فدا الکوزي، سید اصغر هاشمي او د لغمان پوهنتون ځینو استادانو د موضوع اړوند خپل نظرونه ورکړل، له دې وروسته پوښتنې پیل شوې، ډاکتر طارق او ناستو دوستانو ځوابونه ورکول.

زموږ لکچرونه او بحثونه په نویو او جدي موضوعګانو ته ځانګړی شوی وي، خبرې او نظریات یو طرفه نه وي، د انتقادي تفکر پر بنیاد هر ناست کس حق لري، چې په اړوند موضوع خبرې وکړي، پوښتنه وکړي، وضاحت ورکړي او انتقاد وکړي.

له لکچر وروسته د بېلابېلو استادانو او دوستانو نظریات نیم ساعت دوام وکړ او پوښتنو ته ځوابونه هم د نیم ساعت په اندازه وخت کې تمام شو.

د بحث پایله دا شوه، چې هر صوف عارف نشي کېدای او هر عارف صوفي نه دی. په ځینو صوفیانو کې یو نیم کس د عرفان درجې ته رسیدلی شي.

کله کله داسې هم کېږي، چې یو کس د تصوفي لارې او طریقې پرته د عرفان مقام تر لاسه کړي، چې ښه بېلګه یې مولانا جلال الدین محمد بلخي دی. د تصوف او عرفان بېلول ستونزمن کار دی، خو یو له بل سره توپير لري او پښتو ژبې څېړونکو باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي.

تصوف او عرفان بېل تاریخي پسمنظر لري، په ځینو مواردو کې تړاو لري او توپير یې هم څرګند دی.

په غونډه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ پوهنتون استادان او د ننګرها پوهنتون د پښتو ژبې او ادب څانګې د ماسټرۍ محصلان او د لغمان، سید جمال الدین افغان او نورو پوهنتونونو محصلان موجود وو.

له ډېرو اوږدو بحثونو وروسته موضوع د پوهاند همکار لخوا په دعا پای ته ورسیده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب