جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو پرښه کېدو خبرې کړي

افغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو پرښه کېدو خبرې کړي

تاند ( جمعه، د جدي ۱۲) افغان او پاکستاني مسوولان یو ځل بیا د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې د خپلمنځي تړون « اپټکا» پر تعدیل خبرې کړې دي.

دا خبرې د دواړو لوریو ترمنځ اسلام اباد کې د سوداګرۍ او ترانزیټ هوکړې د همغږۍ کمېټې اتمه ناسته کې کړې دي.

په دې ناسته کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو د مرکچي ټیمونو د تخنیکي پلاوي غړي به د یاد تړون د تعدیل طرحه کې د وړاندیزونو د شاملېدو لپاره بېلابېلې ناستې کوي.

په دې برخه کې د افغانستان د پلاوي مشري د سوداګرۍ او صنعت وزیرنثاراحمد غوریاني او د پاکستاني پلاوي مشري د دغه هیواد د سوداګرۍ وزیر رزاق داوود کوي.

نثاراحمد غوریاني د اپټکا په تړاو د ناستې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره هم لیدلي دي.

د افغانستان او پاکستان د ترانزیټ او سوداګرۍ تړون په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی خو افغان سوداګر وايي دغه تړون یې پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې ستونزې نه دي حل کړې.

په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي همکاریو دې تړون لاسلیک سره د دواړو هېوادونو چارواکو تمه ښودلې وه چې له دې سره به دوه اړخیزه سوداګري او د افغان ترانزیت تجارت برخه کې ستونزې کمې شي.

دغه تړون داسې مهال لاسلیک شوی، چې ټاکلې ده د پاکستان لومړی وزیر عمران کابل ته ولاړ شي.

د پاکستان سوداګرۍ وزیر محمد صالح احمد فاروقي د اپټکا یا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ تړون په اوومه غونډه کې ویلي وو چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ نوره پراختیا هم غواړي.

دا تړون د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب