جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې پر معبد برید؛ پولیسو ۲۸ کسان نیولي

پښتونخوا کې پر معبد برید؛ پولیسو ۲۸ کسان نیولي

تاند (جمعه د جدي ۱۲) په خیبر پښتونخوا کې پولیسو د هندوانو پر معبد د ډله ییز برید په تور ۲۸ کسان نیولي دي.

پولیسو وروسته له هغه دا کسان نیولي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتنونخوا ایالت د کرک په داود شاه بانډه سیمه کې یې د هندوانو پر معبد برید وکړ.

هغه مهال هندوان په خپل مندر کې په ودانیزو چارو بوخت و چې د دې چارې مخالفو لاریون کوونکو یې مخه ونیوله، برید یې پرې وکړ او معبد ته یې زیان واړاوه.

له برید وروسته په کرک سیمه کې ځايي پولیسو ۲۸ کسان نیولي او د مندر په شاوخوا کې امنیتي پولیس ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان سترې محکمې پرون پنجشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، محکمه به د جنورۍ په پینځمه دا قضیه وڅېړي.

د پولیسو په خبره، معبد کې د هندوانو تر پاروونکو ویناوو وروسته خلکو پر دغه معبد برید وکړ.

پولیس وايي، مخکې پرېکړه شوې وه، خلک سوله ییز لاریون وکړي، خو وروسته خلک ولمسول شول او پر معبد برید وشو.

د راپورونو له مخې، که څه هم د مندر د پراختیا لپاره له محکمې اجازه اخیستل شوې وه او پرېکړه شوې وه چې هندوان کولای شي هغه ودانۍ وکاروي چې په بیه یې اخیستي وي.

ددې پرېکړې له مخې د عبادت غږونه به یې د ودانۍ د ننه محددود وي، څو نورو خلکو ته مزاحمت ونه شي.

بلخوا بیا ځیني سرچینو ویلي چې یو شمېر ځايي مذهبي مشران په دې هوکړه خوښ نه و، چې له کبله یې تاوتریخوالی رامنځته شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب