جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصدیقي: طالبان هڅه کوي افغان حکومت نړیوالو ته کمزوری وښيي

صدیقي: طالبان هڅه کوي افغان حکومت نړیوالو ته کمزوری وښيي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۰) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ښارونو کې بریدونه او له مسوولیت منلو یې انکار د طالبانو نوې تګلاره ده.

هغه په ټینګار سره ویلي چې طالبان په دې سره هڅه کوي د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.

د صدیقي په خبره طالبان فکر کوي چې دوی په مذاکراتو کې برلاسي دي نو ځکه اوس په دې لټه کې دي چې افغان حکومت کمزوری وښيي.

نوموړی وایي طالبان په دې موخه وروستي هدفي بریدونو ترسره کوي چې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

دی زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه د دغه پلانونو د شنډولو په لټه کې دي او اجازه نه ورکوي چې طالبان خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د ولسمشر ویاند یو ځل بیا تور پورې کړی چې طالبان د سولې نیت نه لري او د تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې هڅه کوي ځان خپلو موخو ته ورسوي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې، په دې وروستیوکې د هېواد په ولایتونوکې هدفي وژنې ډېرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب