جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورونا نوی ډول د نړۍ ۲۰ هېوادونو ته ورسید

د کورونا نوی ډول د نړۍ ۲۰ هېوادونو ته ورسید

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۰) د کورونا ویروس نوی ډول د هند، پاکستان او کاناډا په ګډون د نړۍ شل هېوادونو ته رسېدلی او ډېری خلک پرې اخته شوي دي.

د کورونا ویروس نوی ډول چې د لومړي ځل لپاره په بریتانیا کې وپېژندل شو چې تازه هند او پاکستان ته هم ور رسېدلی دی او دغه هېوادونه یې اغېزمن کړي چې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی.

پاکستان کې د کورونا د نوي ډول درې مثبتې پېښې د دغه هېواد په کراچي ښار کې ثبت شوې دې او د چارواکو په خبره دغه کسان تازه له بریتانیا پاکستان ته راستانه شوي وو چې اوس تر جدي څارنې لاندې دي.

دغه راز د کورونا ویروس نوې بڼه امریکا ته هم رسېدلې او هلته هم پرې یو کس اخته شوی دی، د دغه هېواد روغتیا پالان وایي، دغه کس د کوم بهرني سفر مخینه نه لري او په خبره یې تر درملنې لاندې دی، بلخوا د امریکا حکومت بیا وایي، د کورونا ویروس د نوي ډول لپاره تیاری لري او د دوی په خبره چې ډېر ژر به یې مخه ونیسي.

دغه راز په افغانستان کې هم د کورونا ویروس پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دې خو تراوسه لا د کورونا ویروس د نوي ډول راپور نه دی ورکړل شوی چې دې هېواد ته به را رسېدلی وي او کنه.

د یادونې ده چې تراوسه په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسي ۸۱ میلیونه کسان پر دغه ناروغي اخته او یو عشاریه  اته میلیونه کسان بیا دغې ناورغي مړه کړي دي.

روغتیاپالان وایي چې د کورونا نوی ډول تر پخواني خطرناک نه دی خو بیا هم زیات احتیاط باید ورسره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب