جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمسوولان: د ننګرهار تاریخي او فرهنګي آثار پاکستان ته قاچاق کېږي

مسوولان: د ننګرهار تاریخي او فرهنګي آثار پاکستان ته قاچاق کېږي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۰) د ننګرهار ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولان وایي چې، اوس هم د دې ولایت په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې دتاریخي آثارو خپلسرې کیندنې کېږي.

د دې ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس رحیم الله خوګیاڼی وایي، ډېر کيندنې په هغو سیمو کې کېږي چې هغو سیمو کې طالبان حاکم دي.

د خوګیاڼي په خبره په دې کيندنه کې یو شمېر مافیايي کړۍ هم لاس لري او دا آثار پاکستان ته قاچاق کوي.

نوموړی وایي، که څه هم دوی په دې وروستیو کې د خپلسرو کیندنو یو څه مخه نيولي خو وایي که مرکزي اداره یې لاسنیوی ونه کړي دوی نه شي بریالي کېدای.

رحیم الله خوګیاڼی وايي که مرکزي اداره ورته بودیجه په واک کې ورکړي نو باوری دی چې مخنیوی به یې وکړي.

بل لورته د دې ولایت یو شمېر فرهنګیان هم په دې برخه کې پر حکومت نيوکه کوي.

دوی وایي د تاریخي آثارو د قاچاق ترڅنګ یوشمېر مافیايي کړۍ قیمتي تېږي هم په خپل سر ګاونډي پاکستان ته قاچاق کوي خو حکومت يې مخنیوی نه کوي.

فرهنګیان وايي یوشمېر امنيتي چارواکي خپله هم په دې قاچاق کې لاس لري.

بل لورته بیا د دې ولایت امنيتي چارواکي ډاډ ورکوي چې هيچا ته به د قاچاق کولو اجازه ورنکړي.

دوی وایي هغه سیمې چې د دوی تر واک لاندې دي هېڅ خپلسرې کيندنې په نشته او دوی یې مخه نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب