پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+سريلانکا لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لوی توپيرماتې وخوړه

سريلانکا لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لوی توپيرماتې وخوړه

تاند ( چهارشنبه، دجدي ۱۰) سويلي افريقا کرکت ملي لوبډله د دوو ټېسټ سياليو په لومړۍ لوبه کې سريلانکا لوبډلې ته په يوې پاڼۍ او ۴۵ منډو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ياده لوبه د ډسمبر مياشتې په ۲۶مه نېټه د سريلانکا  لوبډلې په توپ وهنې پيل شوې وه چې سريلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې د چندیمال، ډنانجيا او شانکا د پنځوسيزو پرمټ ۳۹۶ منډې وکړې.

سويلي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۲۱ منډې وکړې.

يادې لوبډلې ته فاف ډوپليسې ۱۹۹ اېلګر ۹۵ مهاراج ۷۳ بووما ۷۱ او مکرم ۶۸ منډې وکړې.

سريلانکا لوبډله په دوهمه پاڼۍ کې د هدف اېښودو څخه پاتې شوه او ټوله لوبډله يې په ۱۸۰ منډو وسوځېده.

فاف ډوپليسي د يادې لوبډلې غوره لوبغاړی ونومول شو چې ۱۹۹ منډې يې کړې وې خو په توپ اچونه کې سيمپالا په دوو پاڼيو کې د سريلانکا شپږ او مولدر پنځه لوبغاړي وسوځول.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه سيالۍ به د جنورۍ مياشتې په دريمه نېټه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب