Homeخبرونهکرویشیا کې زلزلې د ورانيو ترڅنګ ٧ تنه وژلي

کرویشیا کې زلزلې د ورانيو ترڅنګ ٧ تنه وژلي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۸) د رسنیو د راپورونو له مخې په کرویشیا هېواد کې ٦،٥ درجې زورورې زلزلې ګڼ ښارونه لړزولي دي.

سرچینې وایي چې، دې زلزلې يو شمېر ښارونو کې ودانۍ هم ورانې کړي او ځاني زیان هم لري.

د کرویشیا امنيتي چارواکي وایي چې د دې زلزلې له امله ٧ وژل شوي او په زیات شمېر نور ټپيان شوي دي.

د زلزلې مرکز د کرویشیا له پلازمینې څخه څلوېښت کیلومتره لرې و او ویل کېږي چې ان د کرویشیا په شاوخوا هېوادونو کې یې هم ټکانونه حس شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي خلک له خپلو کورونو وتلي او ښایي د مرګ ژوبلې ارقام هم لوړ شي.

دوی زیاتوي چې له خلکو سره د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره هم هڅې پيل کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې زلزلې انځورونه خپاره شوي او په کې لیدل کېږي چې مالي زیان یې ډېر اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...