دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان؛ افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د تېرېدو سوداګریزه لارغوښتې

پاکستان؛ افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د تېرېدو سوداګریزه لارغوښتې

تاند ( چهارشنبه، دجدي ۱۰) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر له سې شنبې راهیسې اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره په خبرو بوخت دی.

د یاد وزارت وزیر نثاراحمد غوریاني ویلي پاکستان ترې غوښتي چې افغانستان دې د دوی سوداګریزو کاروانونو ته مرکزي اسیا ته د تېرېدو اجازه ورکړي.

غورياني زیاتوي چې دوی بیا له پاکستان نه غوښتي چې افغانستان ته له جنوبي اسیا سره د سوداګرۍ لار ورکړي.

افغان لوري په تېره بیا له پاکستان نه د ګوادر بندر غوښتنه کړې چې باید د افغان سوداګرو پر مخ يې پرانیزي.

پاکستاني لوري بیا ویلي چې ژر به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ یو تړون لاسلیک شي چې له مخې به یې درې واړه هېوادونه له نړیوال بانک پور اخلي او ترمنځ به يې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره رېللاره جوړېږي.

پاکستان او افغانستان داسې مهال له یو بل نه دا غوښتنې لري چې له دې وړاندې په ځلونو پآکستان افغان سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو ژمنې کړي خو د افغان سوداګرو په خبره عملي کړې یې نه دي.

افغان سوداګر هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سوداګري د سیاسي ډګر پر معاملې بدله نشي.

دوی وایي له دې وړاندې پاکستان تل له خپلو سوداګریزو بندرونو دسیاسي فشار په توګه کار اخیستی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب