Home+د غور جام منار د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست...

د غور جام منار د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل شو

تاند (سه شنبه د جدي ۹) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو کمېټې، ایسېسکو د هرات جام منار د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل کړ.

ددې وزرات له لوري نن سه شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ایسېسکو دا پریکړه ستایلې او ویلي یې دي چې جام منار د افغانستان لومړی لرغونی اثر دی چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل شوی دی.

دغه پرېکړه د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو کمېټې په درېیمه فوق العاده ناسته کې د ډیسمبر په لسمه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې جام منار تر دې وړاندې په ۲۰۰۲ م کال کې یونېسکو د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...