پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د ګازډبې چاودنې پینځه تنه ووژل

ننګرهار کې د ګازډبې چاودنې پینځه تنه ووژل

تاند (سه شنبه د جدي ۹) په ننګرهار ولایت کې د ګازډبې د چاودنې له امله پینځه کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سه شنبه ماښام مهال د شینوارو ولسوالۍ اړوند پینځه ویشتمې ویالې سیمه کې په یوه کور کې د ګازډبې چاودنې شوې چې له امله یې د ۲ ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

ځایي سرچینې وايي، په وژل شویو کسانو کې ۲ تنه مېلمانه او ۳ نور د همدې کور غړي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ژمي په راتګ سره د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د مرګ ژوبله راپورونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب