یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسراج: طالبانو په هلمند او کندهار کې تر ماتې وروسته هدفي بریدونه...

سراج: طالبانو په هلمند او کندهار کې تر ماتې وروسته هدفي بریدونه زیات کړي

تاند (سه شنبه د جدي ۹) د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس احمد ضیا سراج وايي، «د افغانستان دښمنانو» په تېر یوه کال کې ۱۸ زره او ۲۰۰ بریدونه کړي چې په ۹۹ سلنه کې یې طالبان او یو سلنه یې د داعش په ګډون د نورو ترهګریزو ډلو کار دی.

ښاغلي سراج نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، طالبانو ددې لپاره په دې وروستیو کې بریدونو ته زور ورکړی چې د مذاکراتو په مېز کې امتیاز تر لاسه کړي.

د نوموړي په وینا، طالبانو روان کال د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو، قرارګاوو، ښارونو او ولسوالیو ۱۸۲۰۰ بریدونه چې یو شمېر یې هدفي وژنې دي کړي، خو زیاتوي چې ددې بریدونو ډیری قربانیان ملکي وګړي دي.

سراج په دې ناسته کې وویل، «د افغانستان دښمنانو» په تېر یوه کال کې له ټولو امکاناتو او قوت په استفادې هڅه کوله چې په هېواد کې د ډېرو سیمو واک په لاس کې واخلي، خو په خبره یې چې پلانونه یې ناکام شوي دي.

دده په خبره، طالبانو په وروستیو کې ځکه هدفي وژنو او چسپکې ماین چاونو ته مخه کړې چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې یې سخته ماتې خوړلې ده.

طالبانو بیا په وروستیو ډېرو هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د ملکیانو په وژنه کې لاس نه لري.

احمد ضیاء سراج وايي، ملي امنیت په یوه کال کې له ۶ زره زیات کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي چې ۳۶۰۰ هغه یې په ترهګریزو بریدونو، ۲۷۹ یې په هدفي وژنو او ۷ تنه یې په ځانمرګو بریدونو تورن دي.

نوموړی وايي، د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه رهبري کېږي.

د ملي امنیت عمومي رئیس وویل د وروستیو هدفي وژنو ځينو قضیو په اړه لاس ته راوړنې شته او یو شمېر یې لا هم تر کار لاندې دي، چې د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته به یې معلومات له خلکو سره شریک کړي.

دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې له بل هر وخت په افغانستان کې د جګړې ډګر تود شوی. خلک د امنیت په ټینګښت کې حکومتي چارواکي پاتې ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب